يو شمېر مرستندويه نړيوالو ټولنو خبرداری ورکړی، شاوخوا نيم ميليون افغانان چې له پاکستانه، افغانستان ته ستانه شوي، سخت ژمي کې د ژوندي پاتې کېدو لپاره خوړو، سرپنا او کار روزګار ته بيړنۍ اړتيا لري. د اوکتوبر له پيله چې اسلام آباد د ناقانونه بهرنيانو د شړلو ګوتڅنډنه کړې، ډېر افغان کډوال په زوره له پاکستان ايستل شوي دي. اوس د نهو هغو نادولتي ټولنو يوې ډلې چې افغانستان کې فعاليت لري، د نړيوالې ټولنې د سملاسي ملاتړ غوښتنه کړې، چې له مخې یې افغانستان تازه ستنو شوو لسګونه زره کورنيو سره بشري مرستې وکړی شي. راپورونو کې ويل شوي تېره يوه اوونۍ د ستنو شوو شمېر ۲۳ سلنه زيات شوی دی.

#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht

Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *